د روژې لسمــه ډالۍ| د روژې لسمــه ډالۍ

د روژې لسمــه ډالۍ| د روژې لسمــه ډالۍ اسلامي

ابراهیم بن ادهم رحمه الله وایي:

زما او د خلکو ( د خبرو ، پېغورونو ) یې سره څه ؟! ځکه:

زه د مور په خېټه کې یوازې وم؛

دنیا ته یوازې راغلی یم؛

یوازې به مرم؛

قبر ته به یوازې ځم؛

سوال او ځواب به یوازې راڅخه کیږي؛

د قبر څخه به یوازې راپورته کیږم؛

حساب او کتاب به یوازې راسره کیږي؛

که جنت ته داخل شوم، نو یوازې به ورځم؛

که جهنم ته داخل شوم ، نو یوازې به ور اچول کیږم.

په دې ټولو ځایونو کي هیڅ یو کس ما ته ګټه نه شي رسولی . نو زما او د خلکو (د خبرو، پېغورونو) یې سره څه ؟!

سبحان الله ، څومره ژور فکر او څومره لوی پند! نن موږ ډېری په همدې غلط دود او ناوړه کلتور کی راګیر یوو، چې له امله یې په خټو کې ځوو. موږ اصلأ دنیا ته یوازې راغلي یوو او بیرته به یوازې ترې ځوو. 

خو متأسفانه د ځان پروا دومره نه کوو لکه د نورو د خبرو. پس موږ سخت سمون ته اړتیا لرو. حل لاره دا ده چې خلک پرېږدو او الله راضي کړو . بس یوه پاکه اراده او فیصله غواړي.

#حریت_راډيو

تړلي موضوعات